تازه خبرونه

په کابل کې ځانمرګي برید ۱۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۲, ۱۳۹۸)

نن سهار د کابل ښار د پېنځمې حوزې اړوند مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون په دروازه کې ځانمرګی برید رامنځته شوی،  چې له کبله یې ۴ پوځیان او ۲ ملکیان وژل شوي او ۵ پوځیان او ۸ ملکیان ټپیان دي.

کابل ښاریانو له نسبي څو ورځني امنیت وروسته نن سهار خپله ورځ د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون په دروازه کې له ځانمرګي برید پر چاودنه پیل کړه.

د مارشال فهیم پوهنتون ښوونکی پاینده محمد وایي، ځانمرګي سهار د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون محصلین د پوهنتون په دروازه کې پر نښه کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي؛ په دي برید کې ۶ تنه، چې ۴ پوځيان ول، ووژل شول او ۱۳ تنه، چې ۷ یي پوځیان دي ټپيان شوي.

مخکې هم د دي پوهنتون مخې ته  بریدونه رامنځته شوي او ان طالبانو ډله ییز بریدونه کړي، چې په کې پر مرګ و ژوبله  سربېره د پوهنتون د شاوخوا خلکو کورونه هم زیانمن شوي دي.

افغان حکومت مشرانو او ناتو سرمنشي د برید غندنه کړې ده.

دوی د تاوتریخوالي پر کمي او اوربند ټینګار کړی، چې سولې ته د رسیدو اصلي لارې دي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پولیسو په اړوند سیمه کې یو موتر بم  پیدا او شنډ کړی دی.

دا په داسي حال کې ده، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو خبرې د تاوتریخوالي پر کمي راڅرخي،  چې تراوسه یې پایله نده ورکړې.

 

 

Trending

Exit mobile version