تازه خبرونه
په کابل کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدیخوا ناڅرګندو وسلوالو ۱۰ کسان وژلي
په کابل کې ښار کې وژنو او وسلوالو غلاوو ښاریان سخت اندېښمن کړي او پولیس د امنیت په ټینګولو کې ناکام ګڼي.
د کابل په لویدیځ کې د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د قروغ غره په لمن کې ناڅرګنده وسلوالو پرل نشه يي توکو روږدي نهه کسان پر ډزو وژلي دي.
د سیمې خلک وايي، چې پولیس په خپلو دندو کې پاتې راغلي او جنایي جرمونه مخ پر ډېریدو دي.
د مقتول خپلوانو ویلي؛ د کابل د ختیځ د احمدشاه بابا مینې د دولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې وسلوالو کسانو یو صراف د سهار پر اته بجو د خپل کور په دروازه کې پر ډزو وواژه او عاملینو یې له سیمې تېښته کړې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال عصمت الله نیکزاد ويلي، چې د وژل شویو کسانو مړي یې عدلي طب ته لیږلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه یې د اړوند پېښو پر تور څوک ندي نیولي او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د کابل په لویدیځ کې د حاجي نبي ښارګوټې اوسیدونکي وايي، چې دوې ورځې مخکې په دغه سیمه کې وسلوالو کسانو یو سړی وواژه او موټر یې ترې غلا کړ.
له وسلوالو نښتو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو ورهخوا وسلوالې غلاوې او جرمې پېښې هغه څه دي، چې د کابل ښاریانو ژوند یې تریخ کړی دی.
