تازه خبرونه
په کابل کې د ایران سفارت خپل کونسلي چارې ودرول
په کابل کې د ایران سفارت نن د کب پر ۵ / د فبروري ۲۴ په یوه خبرتیا کې په ډاګه کړې، چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه یې خپلې کونسلي چارې، تر بلې خبرتیا درولې دي.
په دې خبرتیا کې راغلي؛ د ایران سفارت د افغانستان خلکو ته خبر ورکوي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یې خپلې کونسلي چارې سر له ننه تر بلې خبرتیا بندوي.
په دې اړه هره نوې خبرتیا به ټولو ته رسیږي.