تازه خبرونه

په هرات کې د کرونا مثبته پېښه ولیدل شوه

Published

on

په هرات کې د کرونا مثبته پېښه ثبت او ور سره جوخت حکومت بیړنی حالت اعلان کړ.

دا دی کرونا ویروس په چټکۍ له ګاونډ هېواد چین وروسته ایران او دا دی اوس افغانستان ته را ورسید. د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، له یوې شکمنې درې کسیزې ډلې څخه یو پېنځه دېرش کلن ځوان په دې وایروس ککړ او قرنطین شوی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، خلک باید په دې برخه کې د داکترانو مشورې له پامه ونه غورزوي.

هغه دا هم ویلي، د څو شکمنو کسانو له ډلې یو ۳۵ کلن ځوان، چې د ایران له قم ښاره ککړ هرات ته راغلی؛  اوس قرنطین شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په هرات کې بیړنی حالت اعلان کړ او له خلکو یې وغوښتل، چې دې ولایت ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

د ملی امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ایران سره هوایي او ځمکنۍ لارې په لنډ مهال ډول تړل شوې دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه د چرګانو او هګیو پر وارداتو هم بندیز لګیدلی دی.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویلي، ټوخی، ځان دردي، تبه او والګی د کرونا ویروس احتمالي نښې دي او هېوادوال باید په دې برخه کې بې پروایي ونکړي؛ روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي او د دې ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره له دوی سره همکاري وکړي. پرته له دې به د دې ویروس د سرایت مخنیوی ستونزمن کار وي.

Trending

Exit mobile version