تازه خبرونه

په هرات، هلمند، فراه او غور کې د کرونا شکمنې پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۳۹۸)

د روغتیا وزارت چارواکو منلې، چې په هلمند، فراه او غور ولایتونو کې د کرونا ویروس درې هرات ولایت کې اووه شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

د هلمند ولایت د رسنیو مرکز په ډاګه کړې؛ د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست یو کس پر کرونا ناروغۍ شکمن پېژندلی دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې دغه شکمن کس له هرات ولايت څخه ورستون شوی دی.

د دې ولایت روغتیایي چارواکو ویلي، چې شکمن کس دا مهال د عامې روغتيا رياست لخوا کرنتين شوی دی.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د ناروغ وینه مرکز ته ليږدول شوی، چې پایله به یې ژر په ډاګه شي.

دغه راز روغتیایي چارواکو په فراه او غور ولایتونو کې هم د کرونا ویروس له شکمنو پېښو خبر ورکړی دی.

مسوولینو ویلي، په غور کې پر کرونا وایروس شکمن کس د فیروز کوه له ولایتي روغتون څخه هغه مهال تښتیدلی، چې د نوموړي کورنۍ له داکترانو سره لانجه پیل کړه.

دغه راز په ډاګه شوې، چې په هرات کې د کرونا وایروس اووه شکمنې پېښې ثبت شوي، خو تر اوسه یې نښې ندي اعلان شوي.

د عامې روغتیا وزیر آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ له کرونا ویروس سره د مبارزې یوازنۍ لار وقایه ده، چې خلک پرې عمل وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا ناروغي درملنه نلري او  واکسین یې نشته.

هغه په ډاګه کړې، چې په وروستیو کې دوه زره نورې کورنۍ د ایران له پولې هرات ته راغلي، چې له څېړنو وروسته په هغوی کې د کرونا ویروس ونه لیدل شو.

د عامي روغتیا وزیر ټینګارکړی، چې له افغانستان سره ټولې هوایي او ځمکنی لارې د روغتیایي ګرځند ډلو لخوا تر څېړنې لاندې دي، چې د کرونا ویروس د احتمالي لیږد مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې او هرات ته پر کرونا ویروس اخته کس د ایران له قم ولایته ورغلی و، چې له همدې کبله افغانستان له ایران سره له تېرو دوه ورځو راپدیخوا خپله تړلې پوله نن پرانسته؛ خو ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره خپلې پولې تړلې دي.

Trending

Exit mobile version