بلخ @ps

په مزارشریف ښار کې امنیتي ځواکونو یو خبریال وهلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په مزارشریف ښار کې امنیتي ځواکونو د پنجشنبې شپې له چاودنې وروسته یو خبریال وهلی او د هغه مبایل یې اخیستی دی.

په مزارشریف ښار کې امنیتي ځواکونو له عبدالعزیز کریمي سره د پنجشنبې په شپه، چې غوښتل یې په دوه یمه حوزه کې د چاودنې له ساحې ویډیو واخلي، ناوړه چلند تر سره کړی دی.

 عزیز کریمي په ډاګه کړې، چې د خبریالي کارت یې امنیتي ځواکونو ته وروښود؛ خو چا ورته پاملرنه  ونکړه او ور سره له تاوتریخوالي ډک چلن وشو.

په شمال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې مسوول بشیر انصاري پر دا ډول پېښو اندېښنه وښوده او وایي، چې امنیتي ځواکونه دې له خبریالانو سره زور زیاتی ودروي.

له دې مخکې هم په مزارشریف ښار کې له خبریالانو سره د امنیتي مامورینو لخوا زورزیاتی شوی؛ د نوي کال پر لومړۍ شپه د آریانا نیوز دوه خبریالان د امنیتي مامورینو لخوا وهل شوي وه.

Trending

Exit mobile version