تازه خبرونه

په کابل کې د افغان حکومت د تماس ډلې له طالب پلاوي لیدلي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۳, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې د سره صلیب په حضور کې یې د طالب پلاوي کوربتوب کړی دی.

طالبانو ویلي، چېې په کابل کې د دوی درې کسیزه پلاوی یوازې د خپلو زندانیانو د پيژندلو او خوشې کولو واک لري او کوربتوب یې هم د قطر سفارت کوي.

 دا لومړی ځل دی، چې درې کسیز طالب پلاوی د حاجي ابراهیم، حاجي عبدالفتاح او حاجي اختر محمد په ګډون په رسمي بڼه د خپلو زندانیانو د خوشې کولو لپاره کابل ته راځي.

دغه پلاوی د طالبانو د زندانیانو د کمیسیون له خوا مامور شوي، چې د ۵ زره طالب زندانیانو د خوشې کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ويلي، چې د افغان دولت د تماس ډلې غړیو له طالب پلاوي سره مخامخ د دواړو لوریو د زندانیانو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړې.

که څه هم حکومت ټينګار کوي، چې له خوشې کیدونکیو طالبانو څخه به جګړې ته د بېرته نه ستنیدو په اړه ضمانت اخلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ډاګه کړې، چې د طالب بندیانو د کمېسیون درې کسیز تخنیکي پلوی په کابل کې له تخنیکي پلاوی سره د بندیانو د خلاصولو د تصدیق او تثبیت چارې پرمخ وړي.

سهیل شاهین زیاته کړې؛ د یاد پلاوي د کوربتوب چاري د قطر هېواد سفارت ترسره کوي او د نورو اړوند چارو د اجرا لپاره پدې  غونډو کې د سره صلیب غړي هم برخه لري.

سیاسي شنونکي رحمت الله بېژند ویلي؛ نه یوازې د جګړې لیکو ته د دغو طالب زندانیانو ورتګ او یا هم نه ورتګ د نظام لپاره لویه اندېښنه ده، بلکې په کور د ننه سیاسي اختلافونو هم د حکومت انرژي کمزورې کړې ده.

له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د افغانانو او نړیوالو تمې دا دي، چې په دې سختو شرایطو کې اختلافونه حل کړي او هېواد له دغه بحراني حالت څخه وژغوري.

Trending

Exit mobile version