تازه خبرونه

په کابل کې یو شمېر تولیدي کارخونو د ماسکونو او کرونا ضد جامو تولید پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۳۹۹)

په کابل کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځینو تولیدي کارخونو کار پیل کړی او پر ټیټه بیه هېوادوالو ته ماسکونه او د کرونا ضد جامې وړاندې کوي.

د یوې تولیدي کارخونې مشر ګل محمد قریشي ویلي؛ د طبي توکو لوړې بیې اړ کړل، چې پر ټیټه بیه وسایل تولید او د خلکو په واک کې ورکړي.

دوی ټینګار کوي، چې د طبي تولیداتو له پراختیا سره به یې توکي ولایتونو ته هم ولیږدول شي، چې خلک د کرونا ویروس له خطره پرې ځانونه خوندي کړي.

یو شمېر د جامو ګنډلو کارخونو د جامو ګنډلو بهیر درولی او هڅه کوي، چې ماسکونه جوړ او خلک ورته پر ټیټه بیه لاسرسی پیدا کړي.

 دوی وایی، یو ماسک په بازار کې پر څلویښت افغانیو هم پلورل شوی؛ خو دوی یې له پېنځلس افغانیو څخه هم په ټیټه بیه پلوري.

 د لورا تولیدي کارخونې مسووله ثمینه حفیظي وایي: کرونا ویروس افغانستان ته راورسید او خلک هم ترې ډېراندېښمن شوي دي. مونږ هحه کوو، چې هېوادني ماسکونه جوړ او خلکو ته یې پر ټيته بیه وړاندې کړو. زمونږ د ماسکونو بیه، چې مخکې لس افغانۍ وه؛ خو د اومه توکو د بیو له لوړیدو سره یې اوس پر ۱۳ افغانیو پلورو.

که څه هم په پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې ګرځبندیز لګیدلی؛ خو عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې له کرونا سره په مبارزه کې خپل مسوولیت پر ځای او قرنطین رعایت کړي. پرته له دې به دا ویروس د افغانستان خلکو ته لوی سرخوګی شي.

Trending

Exit mobile version