بی بی سی پښتو

په کابل کې د تګ راتګ محدودېدو سره د انلاین کاروبار وده

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۳۹۹)
BBC

په افغانستان کې پر تګ راتګ له محدودیت او د ښارونو او بازارونو له تړل کېدو سره د پېر او پلور پرلیکه یاانلاین کاروبارونه هم غوړېدلي.

د پېر- پلور انلاین کاروباریان وايي، د نورو شیانو تر څنګ د هغو وسایلو پر ليکه پېر څو برابره ډېر شوی چې بهر ته د تګ راتګ امکان کمولی شي؛ لکه خوراک‌توکي، له رنځه د خونديتوب لپاره لازم توکي، کتابونه او په کور کې نور کارېدونکي توکي.

د انلاین پېر پلور کاروونکي او کارپوهان بیا وايي دا ډول کاروبارونه که څه هم غوړېدلي، خو د کار ډول يې لا هم زوړ دی او کیفیت یې ډېر نه دی بدل شوی.

د افغانستان په ښارونو، په تېره بیا پلازمېنه کابل کې د تګ راتګ محدودېدو که له یوې خوا ګڼ کاروبارونه او فعالیتونه محدود کړي خو د انترنيټ یا ټېلفون له لارې د پېر پلور کاروبارونه پکې غوړېدلي.

که څه هم پر لیکه پېر پلور په افغانستان کې ډېر دود نه دی، خو ډېرېدونکی شمېر خلک يې اوس د اړتیا وړ څیزونو د پوره کولو لپاره تجربه کوي.

مسيح الله ستانکزی چې داسې پرلیکه پلټفارم چلوي چې توکي له دوکانه تر کورونو رسوي، وايي پر تګ راتګ د محدوديتونو له لګېدو سره که له یوې خوا د دوی کاروبار غوړېدلي خو له بلې خوا یې ځینې برخې محدودې شوې هم دي.

هغه وايي اوس هغه توکي چې پخوا يې پلورل، یوازې تر هغو توکو را محدود شوي چې تقاضا يې ډېره ده.

“هغه توکي چې دا اوس ډېر غوښتل کېږي، ماسکونه، ضد عفوني مواد دي یا هم د کور وسایل دي لکه داش او داسې نور، ځکه چې خلک له کوره نشي وتلی او دا مواد ورته په کار دي”.

د ټولنیزو شبکو کارنو هم د کتاب‌پلورنځیو په ګډون د یو شمېر کاروبارونو لرونکي هڅولي چې پر لیکه یا آنلاین خدمات وړاندې کړي.

پر تګ راتګ د محدودیت په موده کې چې د کومو توکو غوښتنه ډېره شوې، یو هم کتاب دی. د کابل ريډز آنلاین کتاب پلورنځي شېرشاه رحيم هم وايي، پر تګ راتګ له محدوديت سره د کتابونو غوښتنه څو برابره ډېره شوې.

“موږ یوازې د کوروناویروس د خپرېدو موده کې ۴۵ سلنه ډېر کتابونه پلورلي. په دې موده کې زموږ پېرودونکي ډېر شمېر کتابونه هم پېري. لکه دا چې اوس شپږ یا اووه کتابونه غواړي”

خو خلک د دغه ډول پېر پلور په اړه څه تجربه لري؟ د کابل یو اوسېدونکی خاکسار وقار وايي “ښېګڼه یې دا ده چې د کور مخې ته یې راوړي. خو ستونزې یې دا دي چې د کیفیت په اړه يې ډاډه نه يې. قېمتونه يې هم لوړ وي او وخت هم ډېر نيسي، لکه څو ساعته وخت نیسي. د دې تر څنګ يې له ښاره لږ لیرې سیمې ته نه رسوي.”

BBC
کابل کې ګڼ انلاین پلورنځي مشتریانو ته خپل توکي د موټرسایکل له لارې رسوي.

پر دې سربېره، په افغانستان کې د دغه ډول کاروبارونو پر وړاندې نورې ګڼې ستونزې هم شته.

غیرپلاني کورونه او پېچلې پتې، وسله والې غلې او ناامنه کوڅې او له کیفیته د ډاډ نشتون تر اوسه د دغو کاروبارونو وده ټکنۍ کړې.

پر لیکه کاروبار په دغه هېواد کې عام هم نه دی او یوازې په وروستیو څو کلونو کې په ځینو سترو ښارونو په تېره بیا په پلازمېنه کابل کې پیل شوی.

که څه هم په افغانستان کې داسې مرجع نشته چې د انلاین کاروبار د کچې معلومات ورکړي، خو پر ټولنیزو شبکو د دغه ډول کاروبارونو له مشهورتیاوو ښکاري چې شمېر به یې تر لسګونو ډېر نه وي.

خو د اقتصادي چارو شنونکی شعیب رحیم د پرلیکه کاروبار دا غوړېدنه تر څه بريده لنډمهالې بولي. هغه وايي لا هم په افغانستان کې د پر لیکه پېر پلور لپاره بایده بنسټونه او د کاروبار د کیفیت معیار نشته.

“د انلاین تجارت بنسټ د پیسو برېښنايي انتقال دی، چې دا له بده مرغه موږ نه لرو. دا اوس چې کومه تقاضا ډېره شوې دا د تګ راتګ د محدودیت په خاطر دی. خو دا فرصت دی چې دا کاروبارونه پکې وغوړېږي.”

د کوروناویروس د لا خپرېدو له وېرې په افغانستان کې د تګ راتګ له محدودېدو سره ګڼ خلک په کورونو کې پاتې کېږي او له کوره کار کوي یا هم د ژوند نورې چارې سمبالوي.

دغې چارې پر انټرنټ هم د خلکو تکیه ډېره کړې. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې له ۱۳ مېلیونو ډېر خلک په افغانستان کې انترنټ ته لاسرسی لري، که څه هم، د انټرنټ کاروونکي ډېری مهال د انټرنېټ له کیفیت او لوړو بیو سر ټکوي.

دا کاروبارونه خپل خدمات پر ټولنیزو رسنیو مشهوروي او توکي هم د موټرسايکل او موټر له لارې خپلو پېرودونکو ته ور رسوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه کابل کې د موټرسایکل پر تګ راتګ هم بندیز ولګاوه، خو وروسته یې وویل هغه رستورانونه چې پر موټرسایکل خواړه رسوي په دغه بندیز کې نه راځي.

Trending

Exit mobile version