تازه خبرونه
په کابل ښار کې د کثافاتو ډېرانونو بد بويي زیاته کړې
ښاریان وايي، چې په کابل ښار کې له روژې را وروسته ګرمې هوا او د کثافاتو ډيرانونو بد بويي زیاته کړې ده.
د کابل په شپږمه ناحیه کې ښوونکي وايي، چې د چټلیو او کثافاتو له کبله زدکوونکي په ناروغیو اخته شوي دي.
ښاریان اندېښنه لري، چې له روژې را وروسته د ښار په زیاترو سیمو کې کثافات ډېر شوي او دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ښار په قلعه بختیار ښوونځي کې زدکوونکي اندېښنه لري، چې د ښوونځي مخې ته یې د کثافاتو لوی ډېران جوړ شوی او دوی یې له بد بويي کړیږي.
له ښوونځې سره په خوا کې د کثافاتو ډېرانونو ته نږدې د خوراکي توکو څو دوکانونه هم شته چې زدکوونکي ترې توکي پېري.
د کابل ښار د تنظیف رییس احمد بهزاد غیاثي وايي، چې په درې اوونیو کې به له ښاره زیاتره کثافات وباسي.
د تنظیف ریاست د څرګندونو له مخې؛ په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې درندې چاودنې او د اعتراض کوونکیو لخوا د لارو بندولو د دوی پر چارو بده اغېزه کړې، چې له کبله یې په ښار کې کثافات ډېر شوي دي.