تازه خبرونه

په کابل ښار کې اوسپنیزو دروازو اوروژونکیو ته ستونزې رامنځته کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل ښار پر سړکونو د لوړ توناژ موترو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د اوسپنزو دروازو درولو د اور وژنې د مامورینو کارونه سخت کړي او په اورلګیدنو او د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې د زیانونو کچه لوړه کړې ده.

د کابل ښار په زیاتره سړکونو او واټونو کې په ظاهره د چاودیدونکیو توکو د ډکو لویو موترو د مخنیوي لپاره فلزي دروازې درول شوي دي. دغه فلزي دروازې پر ګڼو فرعي لارو سر بېره د شاه دوشمشیرې، د پل محمود خان، عبدالحق څلور لاري، د کابل د نړیوال هوايي ډګر، د سیلو او د کابل پوهنتون پر عمومي سړکونو جوړې شوي دي.

کابل ښاریان وايي، چې دغو دروازو خلکو ته ستونزې پیدا کړي او د ناامنیو او چاودونو په مخنیوي کې ګټورې نه دي.

دوی زیاتوي، چې پولیس دې ژر تر ژره دغه لګول شوې دروازې لیرې کړي.

په ټولنیزو رسینو کې داسې تصویرونه خپاره شوي، چې د اور وژنې موتر په دغو دروازو کې بند پاتې او نه شي کولی د پېښو سیمو ته ځان ورسوي.

د اوروژنې د ادارې رييس محبوب امیری وایي، په بېړنیو حالاتو کې د دغو دروازو لګول د اوروژنې موترو ته، چې لوی دي، ستر خنډ ګڼل کیږي او نشي کولی، چې په ټاکلي وخت د پېښې ځای ته ورسیږي.

د کابل امنیه قومندانۍ تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version