تازه خبرونه
په کابل کې پر عراق سفارت چاودنه او وسلوال برید شوی
يوې امنيتي سرچينې د نوم نه یادولو پر شرط ويلي، د بريد موخه د عراق سفارت دی او په چاودنه کې د سفارت ودانۍ يوه برخه نړیدلې ده.
د سرچینې په خبره؛ وسلوالو پر سفارت ډله ییز برید کړی او دا مهال ور سره امنیتي ځواکونه ښکېل دي.
آریانا نیوز خبریال له سیمې څرګنده کړې ، چې یوولس بجې او لس دقیقې پرعراق سفارت برید شوی، له سیمې څخه د څلور چاودنو غږ اوریدل شوی او تر دې دمه نښته روانه ده.
هغه زیاته کړې، چې سیمې ته ورغلې لارې ټولې بندې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په ډاګه کړې، چې د عراق پر سفارت ترهګریز برید شوی دی.
د هغه په خبره، د سفارت په دروازه کې چاودنه شوې، له هغه وروسته نښته پیل شوې او اوس هم روانه ده.
د هغه د وینا له مخې ۳ ځانمرګو په عراق سفارت کې دننه چاودنې کړي او د سفارت کارکوونکي خوندي ځای ته لیږدول شوي دي.
یوې امنیتی سرچیې له اې پي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د عراق پر سفارت موتر بم چاودنه وشوه او وروسته ډزې پیل شوې.
تراوسه د مرګ و ژوبلې کره معلومات نشته.
په دغه سیمه کې د ځینو موسسو دفترونه او بهرنۍ دیپلوماتیکې څانګې هم شته.
د سیمې امرجنسي روغتون داکترانو ویلي، چې تر دې دمه دوه ټپیان روغتون ته رالیږدول شوي دي.
ویل کیږي، چې داعش د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.