تازه خبرونه

په کابل کې ۱۶۵۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي کشف او له منځه یووړل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ریاست کارکوونکیو د کابل ښار په ۹ ناحیه کې یو موتر، چې ۱۶۵۰۰ کیلو ګرام امونیم نایتریت په کې بارول نیولی دی.   

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دغه چاودیدونکي توکي د دیورند فرضي کرښې له هغې غاړې د چرګانو له دانې څخه په بار شوي موتر کې په ډېر مهارت ځای پرځای شوي وه، چې موخې ته له رسیدو مخکې په کابل ښار کې کشف او چاودیدونکي توکي یې له منځه یوړل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه چاودیدونکي توکي د پاکستان د مردان له سیمې په ۵۰ کیلویي بوریو کې په ډېر مهارت ځای پر ځای شوي وه، چې د چاودنو او ځانمرګو واسکتونو د بریدونو لپاره وکارول شي.

د دغې پېښې په تړاو ۶ کسه نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

Trending

Exit mobile version