تازه خبرونه

په کابل کې پر وروستي وسلوال برید د واکسیناسیون ۴ کارکوونکي هم وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په پروني ځانمرګي او وسلوال برید کې د واکسین د کمپاین څلور کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د کابل پر شپږمه امنیتي حوزه پروني ځانمرګي او ورپسې وسلوال برید ورانۍ تر شاه پریښي او یو شمېر کسان یې د غم پر ټغر کښینولي دي.

فارمست واکسیون ناسیون محمد کریم وایي، د سیمې په اړوند کوڅه کې څلور کسان، چې د واکسین د کمپاین غړي وه او له سهاره تر مازیګره دروازه په دروزاه تاویدل؛ په ځانمرګي برید کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ دا کسان د غرمې ډوډۍ ته وتلي وه، چې د چاودنې غږ مو واوریده؛ کارکوونکیو ته مو رنګ وواهه، خو ځواب مو وانه وریده. کله، چې ووتو حالات ډېر خراب ول؛ مړي او ټپیان مو روغتون ته ورسول.

د وژل شوي یو کس تره وايي؛ د غرمې ۱۲ بجې او ۴۸ دقیقې وې، وراره ته مې زنګ وواهه، ځواب مو تر لاسه نکړ. له کوره ووتو، د خپلو ورک  په لټه کې شوو او روغتون په روغتون وګرځیدو، چې د شپې پر اووه بجو مو د هغه جسد وموند.

د مقتول خپلوان پر حکومت نیوکه کوي، چې د خلکو د امنیت په ساتنه کې پاتې راغلی دی.

دوی وايي؛ حکومت دې خلکو ته ووايي، چې د خپل ځان امنیت په خپله وساتي.

د دوی په وینا؛ مونږ له یوه چاقو سره دوه ګامه ګرزیدلی نشو؛ ځانمرګي له چاودیدونکیو توکو ډک موتر او وسلې څنګه تر حوزې او وزارته رارسوي؟!

په کابل کې د سترې محکمې پر کارکوونکیو له مرګوني ځانمرګي برید را وروسته په شپږمه امنیتي حوزه او په دوولسمه امنیتي حوزه کې پر امنیتي ماموریت بریدونو کابل ښاریان یو ځل بیا اندېښمن کړل او یوه نسبي چپتیا یې ماته کړه. په پرونیو بریدونو کې ۱۶ کسه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version