تازه خبرونه
په فراه ولایت کې یو ایرانی ځانمرګی بریدګر نیول شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په فراه ولایت کې اړوند چارواکو په ډاګه کړې، چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې یو ایرانی ځانمرګی بریدګر نیول شوی دی.
د چارواکو په وینا؛ برید ګر ځان ایرانی بولي او ویلی یې دي، چې ۵ ورځې وړاندې دغه ولایت ته راغلی و.
دغه ایرانی ځانمرګی بریدګر نن یکشنبه نیول شوی؛ خو په ډاګه شوې نه ده، چې بریدګر د کومې موخې لپاره دغه ولایت ته راغلی و.