تازه خبرونه

په کابل ښار کې کابلبانک ته نږدې چاودنې ۱۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل ښار د نهمي امنيتي حوزې اړوند کابل بانک څانګي ته نږدې نن له غرمې مخکې ۱۰:۰۵ چاودنې ۱۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د پېښې رامنځته کیدل منلي او وایي، چې په دې پېښه کې ۵ کسه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي؛ د دې پېښې قربانیان عام خلک دي، چې د خپلو معاشونو د اخیستو لپاره د نوي کابل بانک  څانګې ته ورغلي وه.

د پیښې لیدونکی سعید ځانمرګي لومړی د بانک ساتونکي پر ډزو ووژل او وروسته یې چاودیدونکي توکي د بانک دننه وچول، چې مالي او ځاني زیانونه یې واړول.

د عامي روغتيا وزارت د څرګندونو له مخې په پېښه کې څلور کسه وژل شوي او اته نور ټپيان دي، چې د درملني په موخه وزير اکبرخان روغتون ته لیږدول شوي دي.

چاودنه کې وسایط هم له منځه تللي.

ځینې رپوټونه وایی، چې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې نیول شوی دی.

طالبانو د پېښې مسولیت منلی دی.

د ننۍ چاودني ځای ته څېرمه د افغانستان د دفاع وزارت پېژنتون، د امريکا سفارت، د عامي روغتيا وزارت او د نورو خصوصي بانکونو څانګي پرتې دي.

Trending

Exit mobile version