تازه خبرونه

په کابل ښار کې د غلو او سړي تښتوونکیو دوه ډلې نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عمومي ریاست خبر ورکوي، چې د دې ریاست کارکوونکیو د کابل ښار په اړوند سیمو کې  د غلو او سړي تښتوونکیو دوه ډلې نیولې دي.

نیول شوي کسان هر یو؛ د غلو او سړي تښتوونکیو د ډلې مشر محسن، د ډلې مرستیال عبدالقدیر مشهور په خالد ده دانا، د ډلې تلپاتې مجرم غړی عمراخان، د ډلې غړی فواد مشهور په رامز، د ډلې غړی محسن او د ډلې تلپاتې مجرم غړی نور احمد مشهور په نور بي بي مهرو منلې، چې په کابل ښار کې یې له مالدارو غلا کوله او مالداره کسان به یې تښتول.

دغه راز د خبرپاڼې له مخې؛ دغو کسانو منلې، چې د ښار په درېیمې، څلورمې،اتمې، نهمې او دولسمې ناحیو کې یې وسلوالې غلاوې او سړي تښتونې کړې دي.   

Trending

Exit mobile version