بلخ @ps

په مزارشریف ښار کې د سره صلیب د اورتوپیدي مرکز فعالیت وځنډول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د سره صلیب ویاند وایي، په مزارشریف ښار کې د سره صلیب د اورتوپیدي مرکز د فعالیت ځنډولو پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې په مزارشریف ښار کې د دې روغتون اته دېرش کلنه اسپانوي کارکوونکې د یوه معلول لخوا ووژل شوه.

په افغانستان کې د سره صلیب ویاند رامین ایاز وايي، هر کال په دې مرکز کې له ۱۳۰ څخه تر ۱۵۰ کسانو پورې تر درملنې لاندې نیول کیدل.

په بلخ کې یو شمېر کسان وایي، چې د سره صلیب پر کارکوونکیو برید نه یوازې د دغه مرکز پر فعالیتونو اغېز کوي، بلکې د نورو بنسټونو بشري مرستې هم ټکنۍ کوي.   

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید وايي، په روغتون کې دننه د دې داکترې وژنه د اخلاقي او بشري اصولو خلاف عمل دی.

په جوزجان ولایت کې د سره صلیب پر کارکوونکیو له برید وروسته د دې کمیتې د اورتوپیدي له اووه مرکزونو پرته نورې ټولې هڅې ځنډول شوې وې او اوس هم په افغانستان کې د کارکولو لپاره د سره صلیب کمیتې ټول کارکوونکي د امنیت د خوندي کولو غوښتونکي شوي دي.

Trending

Exit mobile version