تازه خبرونه
په کابل کې د لوی کندهار ځوانانو شورا د امریکا له تګلارې ملاتړ څرګند کړ
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کابل کې د لوی کندهار د ځوانانو شورا غړيو د افغانستان په اړه د امریکا له نوې تګلارې ملاتړ څرګند کړ.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازی لالی حمید زی وایي، افغانستان د امریکا پوځي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
د هغه په وینا؛ د ملي وحدت حکومت دې هم له فساد او نشه یی توکو سره کلکه مبارزه وکړي او د امنیت د ټینګښت په برخه کې دې اړین ګامونه واخلي.
د لوی کندهار د ځوانانو شورا رییس جاوید فیصل وایي، خلک په ځانګړې توګه د لوی کندهار ولسونه د افغانستان په اړه د امریکا له نوې تګلارې ملاتړ کوي.
نوموړي د ملي وحدت حکومت له چارواکو وغوښتل، چې د لوی کندهار د امنیت او پراختیا لپاره ډېره پاملرنه وکړي.
د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه د امریکا نوې تګلاره د اګست میاشتې په وروستیو کې اعلام شوه.
خبریاله: افسون محمدي