پرمختګ او بشپړتیا
په هرات کې بادي او لمریزه برښنا ګتې ته وسپارل شوه
په هرات کې د بادي او لمریزې برښنا پروژه، چې درې نیم میلیون دالره لګښت پرې راغلی ګتې ته چمتو شوه.
دغه پروژه چې دوه میګاواته برښنا تولیدوي د جاپان پر مالي او تخنیکي مرسته جوړه شوې ده.
په هرات کې د لمریزې او بادي برښنا پروژه، چې دوه میګاواته برښنا تولیدوي فعاله او ګټي ته وسپارل شوه.
د اوبو ا و انرژۍ وزارت مسوولین وايي، چې لمریزه او بادي برېښنا افغانستان په ځان بسیا کولی شي.
د اوبو او برښنا وزارت سرپرست انجنیر علي احمد عثماني وايي، چې په هېواد کې د بادي او لمریزې برېښنا لپاره مناسب فرصتونه شته، چې د وارداتي برښنا ښه بدیل کیدای شي.
نوموړی زیاتوي، چې ډېر ژر به د هرات ټولو ولسوالیو ته برښنا ورسیږي.
د افغانستان د برېښنا شرکت رييس امان الله غالب د څرګندونو له مخې؛ د هرات د برښنايي شبکې د رغولو لپاره دېرش میلیون دالر بیل شوي دي.
د هرات د ولایتي شورا غړی سید عظیم کبر زائي هم وايي، چې لمریزه او بادي برښنا به پر ګاونډ هېوادونو د افغانستان تکیه راکمه کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین ډاډ ورکوي، چې تر یوې میاشتې پورې به په شینډنډ ولسوالۍ ګې د پېنځه میګاواته لمریزې برښنا کار پیل کړي.