تازه خبرونه

په فراه ولایت کې د مخدره توکو سلګونه فابریکې فعاله دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

بکواه ولسوالي د فراه ولایت یوه ناامنه د دولت له واکه وتلې ولسوالي ده، چې د مخدره توکو د کرکیلې او تولید له پلوه یی په فراه کې لومړی مقام خپل کړدی. له بکواه وروسته خاکسفید، بالابلوک، ګلستان او پشترود، د فراه ولایت هغه ولسوالۍ دي، چې په خورا زیاته کچه په کې کرل کیږی.

 د بالابلوک ولسوالۍ له ټولو ناامنه کلی شیوان هغه سیمه ده، چې اوسیدونکې یی د څو کلونو راهیسې په آزاده توګه کوکنار کری او وروسته یې پر قاچاق وړونکیو په ارزانه بیه پلوري او یوه برخه یی هم د عشر په توګه د خپلو جوماتونو ملاامامانو ته ورکوي.

د فراه د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې ریاست مرستیال شفیق الله دوران وایي، د فراه په بکواه ولسوالی کې په سلګونه د مخدره توکو داسې فابریکی فعاله دي، چې، د آپینو څخه پودر، هرویین او کریستال جوړوي او ورسته  د نړیوالو قاچاق وړونکیو په واک کې ورکول کیږي.

دلاور نومی ماشوم وایي، دلته د مخدره توکو قاچاق وړونکي د کوکنارو په کروندو کې له ماشومانو کار اخلې.

د فراه ولایت مرستیال والی محمد یونس رسولی وایي، هغه ماشومان، چې ښوونځیو ته د تللو پر ځای، د کوکنارو په کروندو کې د درندو کارونو په کولو خولې تویوی؛ ډېره لږ ګټه یې کورنۍ تر لاسه کوی؛ خو د مخدره توکو نړیوال بازار یی تود ساتلی دی.

د نوموړي په وینا؛ د ګاونډ هیوادونو لاسوهنو له فراه ولایت څخه د نشه ای توکو تود بازار جوړکړی دي؛ ځکه، چې د مخدره توکو د قاچاق له لاری خورا زیاتی پیسې تر لاسه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د فراه ولایت ۵ ولسوالۍ ځمکې بشپړې له کرل شویو کوکنارو ډکې او تولیدي فابریکې په کې فعالې دي.   

خبریال: احمد فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version