تازه خبرونه

په کابل کې يوه درې کسیزه ترورستي ډله نیول شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ریاست کارمندانو د کابل ښار په اړوند سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي او یوه درې کسیزه ترورستي ډله یې نیولې ده.   

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شویو کسانو هر یو ضیاالحق د عبدالواسیع ، اخترگل مشهور په الفت د عبدالاحد او عبیدالله د بهلول زامنو پر خپلو شومو موخو اعتراف کړی دی.

یادو کسانو غوښتل، چې ټاکل شویو موخو ته ځان ورسوي؛ خو ونیول شول.

دوی ویلي، چې د طالب قومندان قاري قسیم پر لارښوونه کابل ته راغلي وه او غوښتل یې له ټاکل شویو ترورستي موخو انځورونه واخلي.

دغه کسان په داسې حال کې نیول کیږي، چې په کابل ښار کې د محرم پر ویرجنو دوه بېلابېل بریدونه تر سره شوي دي.  

 

Trending

Exit mobile version