تازه خبرونه

په کابل کې د حکومت او مرستندو یه سازمانونو درېیمه دوه ورځنۍغونډه ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د ملي وحدت حکومت او د مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو درېیمه غونډه د چارشنبې په ورځ جوړه شوه، چې د څه نا څه ۵۰ مرستندویه هېوادونو او سازمانونو استازیو په کې برخه واخیسته.

غونډې ته په خبرو کې د هېواد لومړۍ میرمن  بي بي ګل غني وویل، چې  وروستیو جګړو خصوصي سکتور ته زیان رسودلی؛ خو په وینا یې د ښځو حالت د تېر په پرتله ښه شوی دی.

د هېواد لومړۍ میرمن  بي بي ګل رولا غني په ډاګه کړې، چې په نظام کې سمونونه د نړۍ غوښتنه ده، افغان ټولنه د ځان بسیاینې په لور روانه ده، نن ښځې په مهمو پرېکړو کې دخیلې دي، له فساد سره په مبارزه کې د حکومت پروګرامونه ګټور دي، د حکومت دارۍ مالي مسایل باید په روڼ ‌ډول پلان شي؛ ځکه، چې روڼتیا د افغانستان د ثبات تضمینوونکی ده.

د هغې د وینا له مخې؛ د خلکو او حکومت تر منځ واټن کم شوی دی.

غونډې ته د مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو هم خبرې وکړې.

د آسیا لپاره د اروپایي ټولنې مرستیالې پاولا ام لاني د ښځو پر سیاسي هڅو ټینګار وکړ او وایي، چې په سیاسي برخه کې د ښځو ګډون او د ښځو اقتصادي ځواکمنتیا زمونږ د اجنډا یوه برخه ده. ښځو ته باید په بېلابېلو برخو کې فرصتونه ورکړ شي. لومړۍ میرمن په تېر یوه کال کې د ښځو د ځواکمنتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه عملي کړي دي. خوښ یو، چې د ښځو حضور په حکومتي غونډو کې وینو.

د افغانستان لپاره د کانادا اجرایی رییسه دینا هارپر  هم د ښځو د  ستونزو پر حل ټینګار کوي او وایي، چې ښځې له زیاتو ستونزو سره مخ دي. لکه جبري ودونه، ځورونې او یو لړ ګواښونه چې په کاري ساحو کې یې له ستونزو سره مخ کړې دي او اوس هم د کار په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري. باید د نړۍ په کچه ښځو ته درناوی وشي. په اقتصادي او سوداګریزو ساحو کې د ښځو مشارکت وده کړې او باید د سولې په بهیر کې هم ورته ونډه ورکړ شي.

په دې غونډه کې به  ملي وحدت حکومت له فساد سره د مبارزې ملي تګلاره هم وړاندې کړي. غونډې ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او حکومت کابل ښار کې یوه ورځ رخصتي اعلان کړې ده.  

د سام دې غونډې  کې تېرو درې کلونو کې د ملي وحدت حکومت کړنې وڅېړل شوې.

ټاکل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ به د حکومت استازي د ژمنو د پلي کیدو ډاډ دغې ناستې ته ورکړي او دغه راز به تر ۲۰۲۰ کاله د افغانستان ستونزې او لومړیتوبونه وڅېړل شي.

Trending

Exit mobile version