تازه خبرونه

په کابل کې د بریدونو سمبالوونکی ملا سورګل ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه کړې؛ د آی اس آی، حقاني شبکې او القاعده همکار مولوي بشیر موسهي مشهور په ملا سور ګل، چې نه یوازې یې په تېرو دولس کلونو کې بېلابېل بریدونه رهبري کړي، بلکې کابل ته یې د ځانمرګو بریدګرو په رالیږدونه کې هم پراخ لاس درلود او بې شمېره عامه ودانۍ یې پرې ویجاړې کړې دي.

د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي پر امنیتي پوستو هم بریدونه کړي، سړي یې تښولي او ځانمرګي بریدونو ته یې خلک هڅولي دي او ځان به یې د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ او یا میدان وردګو کې پټاوه.

نوموړي له یوه پاکستاني جنراله د یو نیم میلیون په اخیستو خالد بن ولید نومې نوې جبهه هم پرانسې وه.

د هېواد په لاندې ولایتونو کې د ده تر مشرې لاندې یو شمېر ډلې وسلوالې هڅې کوي:  

په لوګر ولایت کې مولوي نافذ نومی د ۵۱ کسانو مشري کوي، د کابل په موسهي کې مخلص نومی د ۲۰ کسانو مشر دی، د لوګر په خروار ولسوالۍ کې میوند نومی ۱۰ کسه لري، د پکتیا په ګردیز او زرمت کې د ۸۰ کسیزې ډلې مشر مولوي عابد نومیږي، په خوست کې کامران نومی د  ۷ کسانو مشر دی او د لوګر په محمد آغه کې ریحان د ۳۰ کسانو مشري په غاړه لري.

Trending

Exit mobile version