پرمختګ او بشپړتیا
په کابل پلیتخنیک پوهنتون کې ۳ ورځنی نندارتون جوړ شو
د پلیتخنیک پوهنتون مسوولین وايي، چې د کارموندنې له صنعتي نندارتون څخه مو موخه داده، چې د محصلینو، دولتي بنسټونو او خصوصي سکتور ترمنځ اړیکې ټينګې شي.
د کابل پلیتخنیک پوهنتون رییس احمد سعید کارګر وایي، د محصلینو په نندارتون کې سل دولتي او خصوصي بنسټونه برخه لري، چې د دغه پوهنتون علمي پنځونې له نږدې وګوري.
هغه زیاتوي؛ د محصلینو زدکړه، کارموندنه، د مرستو جلب او د بازار غوښتنو ته د اندونو راټولول مو موخه ده.
د لوړو زدکړو وزارت سرپرست عبدالطیف روشان وایي، له محصلینو ملاتړ مو دنده ده او مونږ اړ یو، چې هغو ته کاري زمینه برابره کړو.
د نندارتون په دوه یمه او درېیمه ورځ به محصلین د دولتي بنسټونو او خصوصي ادارو له مسوولینو سره د کار موندنې په اړه علمي خبرې او بحث وکړي.
محصلین وايي، چې د کارموندنې او وړتیاوو د لوړولو لپاره یوازې په نندارتونو بسنه نده په کار.
د پولیتخنیک پوهنتون محصل ذبیح الله ژکفرله حکومت څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه او وایي، چې دغه هر څه مو له شخصي جیبه جوړ کړي دي.
د افغان بيسیم شرکت سیمه ییز مسوول اسماعیل فیضي ویلي، چې افغان بیسیم شرکت ژمن دی، چې د خدماتو په وړاندې کولو هېوادوالو ته کاري زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له یوې خوا په دولتي پوهنتونو کې د محصلینو د جذب وړتیا کمه ده او له بلې خوا فارغ شويو کسانو ته دندې نه پیدا کیږي.