تازه خبرونه
په کابل کې د شمشاد تلویزیون پر ودانۍ وسلوال برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی
په کابل کې د ۲۰۲ ځانګړې قطعې قومندانۍ په ډاګه کړې، چې په ودانۍ کې بند ټول کارکوونکي د برید له سیمې روغ رمت وتلي او برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.
نن له غرمې مخکې یوولس بجې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یو شمېر وسلوالو بریدګرو د شمشاد رادیوتلویزیون پر ودانۍ وسلوال برید وکړ.
د شمشاد نړیوال تلویزیون کارکوونکی شفیق هوتک وایلي، چې لومړی د تلویزیون د ودانۍ په دروازه کې چاودنه وشوه اوبیا وسلوال بریدګر ودانۍ ته ننوتل او زمونږ یوشمېر کارکوونکي ووژل شول.
د شمشاد مسوول پښتون څرګنده کړې، چې په دې برید کې د تلویزون یو ساتونکی او یوه میرمن وژل شوي او شل کارکوونکي ټپیان دي.
هغه زیاتوي؛ دابرید نشي کولی، چې د رسنۍ غږ ټیټ او همغږي له منځه یوسي.
د کابل د امنیه قومندانۍ سرپرست محمد سالم احساس وایي، چې له غرمې مخکې ۱۰:۲۵ وې ، چې له برید وروسته دوه بریدګر په پوځي یونیفورم کې شمشاد تلویزیون ته ننوځي او د دروازې ګارد وژل کیږي.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، چې دغه برید نه یوازې پر ععامه وګړیو تر سره شوي ، بلکې د خلکو پر آزادۍ او رسنیو رامنځته شوی دی. هغه له دې سره سم افغان امنیتي ځواکونه وستایل او پر ملاتړ یې ټینګار څرګند کړ.
دغه راز له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو هم نننی برید غندلی دی.
له دې مخکې له سیمې څخه آریانا نیوز خبریال ویلي وه، چې تر دې دمه په پېښه کې ۲ کسه وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
د صحت عامې وزارت ویلي، چې په دې پېښه کې درې کسه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
ویل کیږي، چې د شمشاد ورځنۍ خپرونې عادي حالت ته راګرځیدلې دي.
امنیتي ځواکونو د دوه کسو بریدګرو پخلی کړی، چې وژل شوي دي.
طالبانو د برید له پیل د یوې خبرپاڼې په خپرولو په ډاګه کړې، چې برید دوی نه دی کړی، خو اعماق ویبپاڼې د یوه پیغام په خپرولو ویلي: په کابل کې پر شمشاد تلوېزون برید داعش کړی دی.