تازه خبرونه

په هرات کې د ولایتي شورا غړی جمشیدي له خپل یو ساتونکي سره وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي سرچینو په ډاګه ، چې نن غرمه مهال د هرات ولایت د ولایتي شورا غړي محمد فاضل عفیف جمشیدي له خپل یو ساتونکي سره ترور شو.

د هرات والي وياند جیلاني فرهاد رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه نن غرمه د هرات ښار پر څورالسم سړک په امام فخرالدين راضي سيمې کې رامنځته شوې ده.

د فرهاد په وينا؛ بريدګر په کرولا موتر کې سپاره ول، چې د پېښې له ځايه پر تېښته بريالي شوي دي.

د سرچینې په وینا؛ په دې برید کې  د جمشیدي بل ساتونکی ټپی شوی دی.

عصمت الله د جمشیدي ټپي ساتونکی وایي، چې یوناڅاپه پر موتر برید وشو؛ لومړی وکیل صاحب ولږیده او بیا یې ساتونکی سرتېری. ما یوازې یو کورولا موټر ولید، چې دریور یې مخ پټ کړی و او نور پر ځان پوه نشوم.

تر اوسه چا د پېښې مسووليت نه دی منلی؛ خو د هرات والي آصف رحيمي ويلي، چې ممکن د بريد تر شا د مخالفينو لاس وي.

د هرات ولایت حوزوي روغتون ویاند داکتر محمد رفیق شېرزي  ویلي، چې د نوموړي مړي عدلي طب ته لیږدول شوی، چې په اړه یې څېړنې وشي.

Trending

Exit mobile version