بلخ @ps

په مزارشریف ښار کې ځانمرګي درې کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پنجشنبې په سهار(د لدم ۱۸) په مزارشریف ښار کې ځانمرګي د یو ځانمرګي برید په پایله کې یوکس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

دغه پېښه سهار مهال ۸:۰۰ د روضې مبارکې جنوب لوري ته د یو هوتل مخې ته رامنځته شوې ده.

امنیتي چارواکو ویلي، چې د بریدګر موخه د بلخ ولایت سوداګر حاجي غني مارملي و، چې په کې دوه کسه د نوموړي د یو ساتونکي په ګډون ټپیلان شوي هم دي.

د پامیر ۷۰۷ زون قوماندان جنرال بابه جان د برید په سیمه کې په ډاګه کړې، چې په دې برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو منلې، چې برید دوی کړی دی.

برید په داسې مهال کې رامنځته شوی، چې په تېرو څو ورځو کې د بلخ  والي عطاء محمد نور د ګوښه کولو اوازې ګرمې شوې دي؛ خو تراوسه ارګ او نورو باوري سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version