تازه خبرونه
له مستهلکینو ملاتړ قانون د وري له ۸ وروسته پلی کیږي
له مصرفوونکیو یا مستهلکینو ملاتړ قانون د وري(حمل) له اتمې وروسته پلی کیږي.
په افغانستان کې له مصرفوونکیو یا مستهلکینو څخه د ملاتړ د ورځې سره همهاله چارواکي وايي، چې په دغه برخه کې قانون جوړ شوی او ډېر ژر به یې د پلی کیدو چارې پیل شي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد قربان حقجو وايي، چې له دې قانون سره په بازار کې د سالمې سیالۍ زمینه برابریږي او د احتکار پر مخنیوي سربېره په لوړه بیه د ټيټ کیفیت موادو د پلورلو مخه به هم ونیول شي.
له مصرفوونکیو د ملاتړ ټولنې رییس حفیظ الله ولي رحیمي وایي، د افغانستان بازارونه اوس زیاتره د ټيټ کیفیت له موادو ډک دي او هر څوک په خپل سر کولی شي، توکي بازار ته وړاندې او د خپلې خوښې په بیه یې وپلوري.
ویل کیږي، چې لومړی په بازار کې د یوه کمیسیون لخوا څېړنې کیږي او له هغې وروسته به د وري پر اتمه نیټه دغه قانون عملي بڼه پیدا کړي.
خبریاله : لیدا نیازۍ