تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې پوليسو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

نن له غرمې مخکې ۱۰ بجې د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند د ۵ امنيتي حوزې په باغ داود سيمه کې د پوليسو پر رينجر موتر چاودنې مرګ و ژوبله اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ویلي، په چاودنه کې درې پوليس سخت ټپيان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چاودیدونکي توکي د پوليسو په رينجر موتر کې ځای پر ځای شوي وه.

يوې بلې امنيتي سرچينې په ډاګه کړې، چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

Trending

Exit mobile version