تازه خبرونه
په فراه ولایت کې پر یوه کور د هوایي برید پر مهال۲۰ طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په هغه اعلامیه کې، چې د فراه ولایت پولیسو خپره کړې راغلي؛ د شینډنډ ولسوالۍ هوایي ځواک د دې ولایت د خاک سفید ولسوالۍ د خشک آباد کلي پر یوه داسې کور برید کړی، چې په کې وسلوال طالبان راټول شوي وه.
د دغې اعلامیې له مخې؛ په دې هوایي برید کې۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
دغه راز له یادې اعلامیې څرګنده شوې، چې ۲۲ میله بېلابېله وسله، دوه میله هاوان او ۹ موتر هم په کې ویجاړ شوي دي.
په وژل شویو طالبانو کې د څلور قومندانانو مړي هم لیدل کیږي.
وژل شویو کسانو غوښتل د فراه ولایت پر ښار ډله ییز برید تر سره کړي، خو تر هوایي برید لاندې راغلل.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.