تازه خبرونه
په هرات کې ماین چاودنې اته کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییز چارواکي وایي، چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د شهر آباد په زیرکوه سیمه کې ماین چاودنې اته عامو وګړیو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
د هرات والي ویاند فرهاد جیلاني ویلي، چې د ماین د یو طالب د خپلوانو په کور کې چاودیدلی دی، چې په کې ۵ کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د چاودنې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.