تازه خبرونه

په فراه ښار کې ۵ ملي پولیسو او۶ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د فراه ښار پر یوه امنیتي پوسته د وسلوال برید په پای کې دوه پولیس او ۶ طالبان وژل شوي او درې نور پولیس ټپیان دي.

د فراه ولایت امنیه قومندانۍ امنیت آمر ګلبهار مجاهد ویلي، چې  تېره شپه وسلوالو طالبانو د فراه د مرکز د ګنهان پر امنیتي پوسته برید کړی، چې په کې  شپږ وسلوال طالبان، دوه ملي پولیس وژل شوي او درې نور ملي پولیس ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو غوښتل د ګنکان امنیتي پوسته ونیسي؛ خو په دې نښته کې یې مات شول؛ یوه سراچه موتر او دوه موترسایکلونه یې ویجاړ پاتې شول.

Trending

Exit mobile version