تازه خبرونه

په کابل کې عتیقه پلورونکي او حکاکان د بازار نشتوالي اندېښمن کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل په نوي ښار کې د انتیک پلورنځیو د کوڅې عتیقه پلورونکي او حکاکان د خپلو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي اندېښمن شوي دي.

د کابل ښار د انتیک پلورنځیو کوڅه، چې نږدی شپېته کاله وړاندې د چرګانو کوڅې په نوم یادیده؛ اوس دلته له درې زره ډېر پلورونکي له لویو او کوچنیو فابریکو سره عتیقه آثار او قیمتي زیورات جوړوي، چې دغو قیمتي زیوراتو د دغه بازار ښکلا نوره هم زیاته کړې ده.

عتیقه جوړونکی حبیب الله وایي، ما دغه غاړکۍ له سپینو زرو او لاجوردو جوړه کړې. هر څه د دیزاین له مخې وخت نیسي.        

سره له دې، چې دغه کسان د قیمتي ډبرو د تنظیم او پالش ظرفیت لري؛ خو د بازارونو د خرابۍ او نشتوالي له کبله اوس دوی له ځینو ګاونډ هېوادونو( چین او پاکستان) په ټیټ قیمت اجناس واردوي.

حکاک ضیا الرحمان امرخېل وایي، د لاجورد دغه تیږې له بدخشان ولایته راوړل کیږي او موړ د هر راز ښکلیو څیزونو د جوړولو وړتیا لرو.      

په دې سیمه کې، چې کوم زیورات جوړیږي قیمتونه يي له ۵ دالرو څخه تر ۱۰ زره دالرو پورې رسیږي.

دوی وايي، ډېري حکاکانو د بازار د نشتوالي له کبله خپل کارونه پریښي او ځینې کار خاني هم د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

کاروباري محمد سلیم صدیقي وایي، پخوا بازار و اوس نشته. اوس لګیا یو په تاوان کار کوو او د میاشتې۵۰۰ دالر ګټه نه لرو.

سربېره پر دې دغه زیورات ډېرو خلکو ته لوړه بیه لري.

پېرېدونکی نادر وایي، که څه هم دغه زیورات مو په هېواد کې جوړیږي؛ خو مونږ ته د بهرني جنس په پرتله لوړه بیه لري.

نه یوا زې د انتیک پلورنځیو په کوڅه کي، بلکي د کابل ښار په نورو برخو کې هم د لاسي صنایعو کار کوونکیو خپل بازارونه د ناامنیو، اقتصادي بېوسیو او نورو بېلا بېلو لاملونو له کبله له لاسه ورکړی دي.

Trending

Exit mobile version