تازه خبرونه

په کابل کې د افغانستان او چین د اړیکو۶۳ کلیزه ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د افغانستان او چین د اړیکو د ۶۳ کلیزې په  نمانځغونډه کې د چین د سفارت مرستیال ویلي؛ هڅه کوو، چې د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ ښې اړیکې ټینګې شي.

په کابل کې د چین د سفیر مرستیال ژانګ زیکسین وایي؛ مونږ غواړو، چې افغانستان ته له پوځي اړخه تجهیزات ورکړو. دغه راز غواړو، چې د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ یو ډول اړیکې ټینګې شي، چې د بریالیتوب لوری وټاکي او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې به ډېرې ګټورې وي او مونږ  دغه پروګرام له نورو ارګانونو سره هم شریکوو.

ځینې پخواني چارواکي د چین پر ارزښت ټینګار کوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم ویلي، تر هغې، چې تروریزم او امریکا په افغانستان کې وي د چین د پروژو پلي کیدل ستونزمن دي؛ ځکه، چې امریکا په سیمه کې چین او روسیه خپل سیالان بولي.        

په چین کې د افغانستان پخوانی سفیر سلطان احمد بهین د چین پر ګټور رول ټینګار کوي او وایي، افغانستان له ملي او نړیوال کړکیچ لیرې هېواد دی؛ په دغه حالت کې افغانستان کولی شي د همکاریو پر داسې یو مرکز بدل شي، چې بېلابېلې سیالۍ هم مدیریت کړي.

ځینې کارپوهان باوري دي چې د سیمې  او نړۍ له هېوادونو سره نږدې اړیکې مهمې دي او باید داسې تنظیم شي، چې په افغانستان کې سیمه ییزې سیالي  پیل نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د چین په کوربتوب د سولې په اړه افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه خبرې وشوې او ټاکل شوې ، چې د بلې دغې ناستې کوربتوب به افغانستان کوي.

Trending

Exit mobile version