تازه خبرونه
په کابل کي د م.م پر دوه کارکوونکيو وسلوال برید شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کابل کې امنیتي چارواکو منلې، چې نن سهار په ۱۷ ناحیه کې شاوخوا ۶ بجې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی او یوه ښځینه کارکوونکې یې نامعلوم لوري ته لیږدولې ده.
د کابل پولیسو ویاند بصیر مجاهد یاده پېښه مني؛ خو وایي، چې کیدای شي د دغه بنسټ ښځینه کارکوونکې د دوی د دریور لخوا ناڅرګند ځای ته وړل شوې وي.
نوموړي په بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې د پېښې په ۳۰۰ مترۍ کې د یو کرولا موتر پر سیت یو ښځینه دسکول موندل شوی، چې د هغه په خبره کیدی شي د ملګرو ملتونو د تښتول شوې ښځینه کارکوونکې به وي.