تازه خبرونه

په فراه ولایت کې اته دېرش ښوونځي تړلي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ناامنیو د هېواد د نورو برخو په څېر په فراه کې هم پوهنه سخته زیانمنه کړې ده.

زمونږ همکار د فراه ولایت له ښوونځيو لیدنه کړې، چې خلک خپل هلکان او نجونې د ناامنیو له کبله ښوونځيو ته نه شي استولی او په ځينو مواردو کې هغوی ته د درسي توکو د برابرولو او جامو وس هم نلري.

د فراه ښار او په څنډو کې هسې تش په نوم ښوونځي پرانیستي دي او زدکوونکي منظم یونیفورم او کتابونه هم  نلري.

عبدالکریم نومی زدکوونکی وایي، مونږ له کلیو راځو؛ د طالبانو له وېرې رسمي جامې او یونیفورم اغوستی نشو.

دغه راز نوموړی وایي، درسي کتابونه مو هم ټول زاړه دي.   

ښوونکی محمد عارف وایي، زدکوونکي منظم یونیفورم نلري او ښوونیز نصاب هم د زدکوونکیو له سویې پورته دی.

د هغه په وینا؛ زدکوونکي د اقتصادي بېوسۍ له کبله خپلې عنعنوي جامې اغوندي او همدا یې سیمه ییز فرهنګ دی.

د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې  د دې ولایت ډېر ښوونځي د ناامنیو پر لامل له څارنې پاتې دي.

د فراه د پوهنې ریاست د تعلیماتو امر صادق حلیمی وایي، مونږ ټول ۳۱۲ ښوونځي لرو، چې ۳۸ یې د ناامنیو پر لامل تړل شوي؛ خو هڅه کوو، چې د مشرانو په منځګړیتوب پرانستل شي.  

د فراه ښار د ښوونځیو دغه حالت ته په کتو که د پوهنې وزارت د طرحې له مخې به د پيسو په بدل کې پر زدکوونکیو درسي کتابونه ووېشل شي؛ د اقتصادي بېوسۍ پر لامل به ډېر شمېر ماشومان ښوونځي ته له تګ بې برخې شي.

خبریال: احود فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version