تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې۲۴۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د عامې روغتیا وزارت وایي، نن یوه بجه د کابل ښار د صدارت د څلورلاري اړوند د کورنیو چارو پخواني وزارت په دوه یمه دروازه کې چاودنې  له ۲۴۸کسانو څخه ډېرو ته  مرګ و ژبله رامنځته کړې ده.

د دغه وزارت ویاند اسمعیل کاوسي زیاتوي، ۹۵ کسه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې پولیسو درې شکمن له یو امبولانس سره نیولي دي.

 د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمی وايي، ځانمرګي بريدګر د امبولاس پر مټ د صدارت څلورلاری ته ځان رسولی، د تلاشۍ له لومړۍ پوستې په دې بهانه تېرشوی، چې په امبولانس کې ناروغ لېږدوي.

دی زیاتوي؛ د تلاشۍ په دوه یمه پوسته کې، بريدګر پېژندل شوی، پوليس له دې وړاندې، چې ډزې پرې وکړي ځانمرګي له چاودیدونکیو توکو ډک موتر ته چاودنه ورکړې ده.

د صدارت څلورلارې د کابل ښار د ګڼې ګوڼې له ځايونو څخه دی. په دې سیمه کې د جمهوريت روغتون، د سولې عالي شورا دفتر او د کابل پولیسو د قومندانۍ ودانۍ شته دي.

يوه اوونۍ وړاندې، د کابل پر انترکانتیننتال هوتل بريد کې ۲۴ تنه وژل شوي وه. طالبانو د دې بريد مسووليت هم منلی و.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې مسوولیت منلی او وایي، چې (نن غرمه په کابل کې د پخوانۍ وزارت داخله په نظام قراول کې پر هغو پولیسو د موترپه وسیله فدایي وشو، چې په یاد ځای کې راټول شوي او انتظار وو. په پیښه کې تر ۸۰ پورې پولیس وژل شوي او ټپیان دي.

د پېښې په سیمه کې جمهوریت روغتون هم شته او ویل کیږي، چې یو شمېر بستر ناروغان هم ټپیان شوي دي.

په سیمه کې اوس  هم د کورنیو چارو وزارت پېژنتون  فعاله دی.

د پېښې ډېر ټپیان ایمرجنسي او ۴۰۰ بستریز روغتونونو ته لیږدول شوي او عیني شاهدان وایي، له ۱۰۰ ډېر ټپیان یې لیدلي دي.

په کابل کې سیمې ته نږدې روعتونونو له خلکو غوښتنه کړې، چې ټپیانو ته د وینې ورکولو لپاره نږدې روغتونونو ته ورشي او د دغې پېښې ټپیانو ته وینه ورکړي.

 

Trending

Exit mobile version