تازه خبرونه
په کابل کې د چاودنې قربانیان ۸ روغتونونو ته لیږدول شوي
د کابل صدرارت څلور لاري ته نږدې د نن ورځې د موتر بم چاودنې ډېر قربانیان د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې د کابل ښار ۸ روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نږدې موتر بم چاودنې یو ځل بیا د کابل خلک د غم پر ټغر کینول.
له چاودنې وروسته پوځي او ملکي امبولانسونو د پېښې ټپیان جمهوریت، ابن سینا، استقلال، وزیر اکبرخان، څلورسوه بستریز روغتون، د پولیسو روغتون او ایمرجنسي ته ولیږدول.
د قرباني کورنۍ یو غړی وایي، د روغتونونو مخې ته لسګونه میندي، پلرونه، خویندي او وروڼه د خپلو قرباني عزیزانو د برخلیک معلومولو غوښتنه کوي.
د روغتون مسوولین د تلفاتو شمېر اعلان کړی؛ خو اوس هم هغه کسان شته، چې د خپلو قرباني خپلوانو د لټون هڅه کوي.
په روغتونونو کې د داکترانو د څرګندونو له مخې د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د عامې روغتیا وزارت ټپیانو ته د لاسرسۍ په اړه بښپړ چمتووالی اعلان کړی دی.
د دغه وزارت ویاند اسمعیل کاوسي په ډاګه کړې، چې په اړوند پېښه کې تر دې دمه ۱۵۸ ټپیان دي او ۹۵ نور وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.
د کورنیو چارو وزارت هم وایي، چې دغه برید حقاني شبکې کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، موتر بم د هند سفارت او سولې عالي شورا د دفتر پر لوري روان و، چې د پولیسو له پېژندنې وروسته یې چاودیدونکي توکي والوځول.
د یادونې وړده، چې په دې موتر بم چاودنه کې جمهوریت روغتون هم زیان لیدلی دی.