تازه خبرونه

په هرات کې د سیمه ییزو ارګانونو د لیږل شوي پلاوي رییس ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هرات ولایت کې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د لیږل شوي پلاوي رییس، چې د هرات ولایت د ښاروالۍ د چارو څېړلو لپاره دې ولایت ته لیږل شوی و؛ د کار په بهیر کې د دیارلس زره دالرو بډو اخیستو په تور له دوه همکارانو سره لاس په لاس نیول شوی دی.

یوې دولتي سرچینې، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې منلې، چې دغه دالر د دې ولایت د ښاروالۍ د سرپرست د ساتونکي لخوا دې کسانو ته سپارل شوي دي.

د سرچینې په وینا؛ له تېرې ورځې راهیسې دغه کسان نیول شوي، خو د سیمه ییزو ارګانونو ادارې چارواکي هڅه کوي، چې دا یو تېروتنه وښیي او نیول شوي کسان د ملي امنیت له بنده خوشې کړي.

د هرات ولایت د ښاروالۍ یوه بله سرچینه وایي، چې ملي امنیت سیمه د ییزو ارګانونو دغه درې کسان د چارشنبې پر ورځ نیولي دي.

Trending

Exit mobile version