تازه خبرونه
په کابل کې د روسیې پر سفارت د یوې درندې چاودنې مخه ونیول شوه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د روسیې رسنیو په ډاګه کړې؛ په کابل کې له چاودیدونکیو توکو ډک موتر، چې موخه یې د روسیې سفارت و؛ ونیول شو.
د روسيې خبري خپرونه سپوتنیک په کابل کې د یوې سرچینې په حواله په ډاګه کړې، چې په کابل کې د روسيې پر سفارت د یوې درندې چاودنې مخه نیول شوې ده.
د سپوتنیک د ګزارش له مخې؛ یو مازدا موتر له ۱۰۰۰ کیلو ګرام چاودیدونکیو توکو ډک شوی و او ټاکل شوې وه، چې په کابل کې د روسيې پر سفارت چاودنه رامنځته کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد سفارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کابل په تېرو څو اوونیو کې د ترورستي بریدونو شاهد و، چې لسګونه او سلګونه خلک په کې وژل شوي او ټپیان دي. د دغو بریدونو پړه داعش او طالبانو پر غاړه اخیستې ده.
په وروستي برید کې، چې د صدارت په څلور لاري کې ترسره شوی و؛ ۱۰۳ کسه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان دي.