تازه خبرونه

په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د امریکا نړیوالې پرمختیایي ادارې په مرسته جوړ شوی دی.

د دې نندارتون موخه د ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازار موندنه یاده شوې او ښځینه سوداګرې د خپلو هڅو د پراختیا لپاره تولیداتو ته بازار موندنه اړینه ګڼي.

 د ښځو سوداګریز فعالیتونه د مخ په وړاندې ټولنې لپاره اړین ګڼل کیږي؛ محسنه ثاقب هغه سوداګره ده،  چې په یوه کارخانه کې یې خامک ګنډل پیل کړه، چې ور سره پېنځه کسان ول. اوس یې، چې له کاره څه باندې یو کال تېریږي،  ور سره ۲۵ کسان کار کوي.

میرمن ثاقب د خپلو تولیداتو تر څنګ د ځینو نورو ولایتونو د ښځو صنایعو ته هم ښه بازار برابر کړی دی.

سوداګره محسنه ثاقب وایي، زمونږ په تولیداتو کې جامې، د کور سامان او ښکلا لرونکي شیان شته، چې ورځ تر بلې د ودې په حال کې یو.      

بازارنو ته د ښځو لاسرسی او نندارتونونه هغه موارد دي، چې پرې ډېرو ښځې سوداګرۍ ته مخه کړې ده.

سوداګره ظرافت وایي،  نندارتون مونږ ته؛ ځکه ښه دی، چې خلک مو له تولیداتو سره بلدیږي.      

سوداګره توبا وایي، مونږ وچه میوه او د کرنې تخمونه لرو او په نندارتو کې له بهرنیو سوداګرو سره هم له پېژندګلوۍ برخمنې کیږو.             

د ښځو سوداګرۍ خونه د هېواد پرانیستو بازارونو ته د ښځینه صنعت کارانو لاسرسی هغه مورد بولي، چې سوداګري یې غوړولې ده.

د ښځو د سوداګرۍ خونې رییسه منیژه وافق وایي، دغه نندارتون د دوه ورځو لپاره پرانستل شوی، چې د ښځو تولیداتو ته بازارموندنه یې ستره موخه ګڼل کیږي.        

له دوه زه دویم کال را هیسې په سوداګرۍ کې د ښځو ونډه مخ په پراختیا ده او تر دې دمه د ښځو د سوداګرۍ په خونه کې ۸۵۰ سوداګرې ښځې له وړو او لویو پانګو سره ثبت شوې دي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version