تازه خبرونه
په فراه کې یو موتر بم له ۴ بریدګرو سره چاودنه کړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د فراه سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د اناردره ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو یو موتر بم موخې ته له رسیدو مخکې له خپلو ۴ بریدګرو سره چاودنه کړې ده.
د کورنيو چارو وزارت منلې، چې طالبانو په یوه سراچه موتر کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړي وه او غوښتل یی د فراه په مرکز کې چاودنه وکړي، چې تېر مازیګر د انار درې ولسوالې په دهنه جوال کلي کې چاودیدلی او څلور وسلوال په کې وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې په دې چاودنه کې د سیمې خلکو ته زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.