تازه خبرونه
په کابل کې ولچر باسکیتبال سیالۍ پيل شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کابل کې د ولچرباسکیتبال سیالۍ پیل شوې او د بدخشان معلولو لوبغاړیو د دېرش په درویشت پایلې کندهار لوبغاړي مات کړل.
په دغو سیالیو کې د کابل، کندهار، بدخشان، وردګ، فاریاب، بلخ، پروان، ننګرهار او هرات لوبډلو ګډون کړی دی.
ګډون کوونکي لوبغاړي وایي، چې د دغو لوبو سطحه ډیره لوړه ده؛ خو د حکومت او اړوند سپورتي بنسټونو له بې غورۍ اندېښنه لري.
د ولچر باسکیتبال د سیالیو بله موخه د تایلند ترسره کیدونکیو لوبو ته د چمتوالی لپاره د افغان معلولو غوره لوبغاړیو ټاکل دي.