سیمه ییز خبرونه
په هرات ښار کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په هرات ښار کې سیلابونو د لس کسانو ژوند واخیست او د استوګنې لسګونه کورونه یې ونړول. د چهارشنبې ورځې دغه سیلابونه ډېر زیان اړونکي وه، چې د هرات په واټونو کې وبهېدل.
هرات ښاریانو په دې طبیعي ناورین کې ډېر څه له لاسه ورکړي، چې د سیمه ییزو مسوولینو په وینا، له بشپړ غور وروسته به له سیلاب ځپلو سره مرستې وشي.
دغه سیلابونه کورونو ته ننوتي او ډېر زیان یې واړاوه. ویل کیږي، چې سیلابونو د هرات په اتمه ناحیه کې پېنځه کورونه په بشپړ ډول وران کړي دي.
په لویدیځه حوزه کې د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې ادارې رییس عبدالحمید مبارز حمیدي وایي، سیلابونو درانده مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د هرات والي محمد آصف رحیمي وایي، خلکو ته لسګونه میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.
په هرات ښار کې د چهارشنبې ورځې سیلابونه کم ساري وه.