بلخ @ps

په مزارشریف کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په جوزجان کې پر اړو او بېځایه شویو کورنیو د مرستو له وېش وروسته بیات بنیاد په مزار شریف کې له بیځایه شویو او اړو کورنیو سره مرسته وکړه.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې دغه بنسټ هر کال د بېلابېلو ولایتونو اړو کورنیو ته ژمنۍ مرستې وېشي. په دغو مرستو کې خوراکي توکي، تودې جامې او کمبلې شته دي.

 نوموړي زیاته کړې، چې دغه پیل شوې مرستې به پاتې ولایتونو ته هم ورسیږي.

د بیات بنیاد فرهنګي مسوول احسان الله ارینزی وایي، له الله تعالی هغه ورځ غواړم، چې خوراکي توکي وي؛ خو اړ انسان نوي.

د بلخ ولایت د کډوالو چارو رییس عبدالصبور قادري وايي، چې بیات بنیاد په ښه وخت کې له بیځایه شویو کورنیو سره د اړینو توکو مرسته وکړه؛ ځکه، چې بیځایه شویو کورنیو خوراکي توکو ته اړتیا درلوده.

هغو کسانو، چې د بیات بنیاد مرستې یې تر لاسه کړي؛ په دې حساسو شرایطو کې له نورو مرستندویه بنسټونو هم د مرستې غوښتنه کوي او وایي، چې زیاتره افغانان مرستو ته اړتیا لري، باید له اړو خلکو سره مرسته وکړي.

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو بهیر له کابل څخه پیل کړی او د هېواد ډېرو ولایتونو ته یې وغزاوه، چې اوس هم روان دی.

Trending

Exit mobile version