تازه خبرونه

په فراه کې ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي- امنیه قومندان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د افغان او ناتو ځواکونو پر ځمکنیو او هوایي بریدونو ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي او په همدې شمېر ولسي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

په فراه کې بهرني ځواکونو یو ځل بیا د هوا او ځمکې له لارې د وسلوالو طالبانو په خلاف بریدونه کړي دي.

د فراه ولایت امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وایي، دغه عملیات د بالابلوک ولسوالۍ په ګراني، ګنج آباد او فراه رود په اړوند سیمو کې د غوڅ ملاتړ ځمکنیو او هوایي ځواکونو او افغان پوځ تر سره کړي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې نښتو او هوایي بریدونو کې تر دې دمه ۳۸ وسلوال طالبان د څو قومندانانو په ګډون وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

که څه هم په بالابلوک ولسوالۍ ټپي شوي ولسي کسان وايي، چې په دغه جګړه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دولس کسان وژل شوي او شل ټپیان دي.

دغه راز له بالابلوک څخه هغه نجونې هم روغتون ته راوړل شوي چې په جګړه کې یې ټپونه اخیستي دي. دوی وايي چې کور یې ویجاړ او مشران یې ووژل شول.  

د فراه د سیمه دایزو روغتون ډاکتران وايي، چې د یو شمېر ټپیانو حالت نازک دی.

امنیتي چارواکي وايي، چې ملکي تلفات ځکه را منځ ته شوي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیولي وه.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فراه د هېواد یوه ناامنه ولایت دی، چې وسلوال طالبان یې په یو شمېر ولسوالیو کې پراخې وسلوالې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version