بلخ @ps

په فاریاب ولایت کې یوه میرمن د ماین ښخولو پر مهال نیول شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو یوه میرمن د سړک غاړې ماین د ښخولو پر مهال نیولې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د عامه اړیکو مرستیال نصرت جمشیدي د دغې پېښې د تائید تر څنګ زیاته کړې، چې د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک کلي کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

فاریاب ولایت یو له ناامنه ولایتونو دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې داعش او وسلوال طالبان پراخې هڅې لري او عام خلک په کې له امنیتي اندېښنو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version