تازه خبرونه

په کابل کې د ملي امنیت ځواکونو دوه داعشیان نیولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت اداره وايي، چې د کابل په شمالي څنډه کې پېنځه میاشتې مخکې د امام زمان پر جومات د داعش وسلوالو د خونړي برید دوه عاملین نیول شوي دي.

د ملي امنیت د ادارې د معلوماتو له مخې؛ د داعش نظامي مسوول عمر او د جلب او جذب مسوول احسان الله هغه دوه داعشیان دي، چې د کابل پر امام زمان جومات یې د برید زمینه برابره کړې وه.  

د ملي امنیت د ادارې په وینا؛ عمر، چې په کابل کې د داعش پوځي مسوول او احسان الله، چې د جلب او جذب دنده یې درلوده، له ننګرهار څخه یې دوه ځانمرګي بریدګر تر امام زمان جومات پورې را رسولي وه.

عمر د عبدالهادي زوی د افغانستان د شمال اوسیدونکی او د کمپیوتر ساینس پوهنځی یې لوستی، چې په معلوماتي تکنالوژۍ کې ښه ماهرت لري. ده په کابل کې د بریدونو د تنظیم دنده درلوده.

احسان الله هم د افغانستان د شمال اوسیدونکی دی؛ لوړې زدکړې لري او د داعش د جلب او جذب مسوول پېژندل شوی دی.

ده په امام زمان جومات د برید په طرحه کې مهم رول درلود او نږدې شل محصلین او لوستې کسان یې تر اغېزې لاندې راوستي دي.

ملي امنیت وايي؛ نیول شویو کسانو په لومړنیو اعترافونو کې په ډاګه کړې، چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یې د داعش د خراسان څانګې سره اړیکې درلودې.

د ملي امنیت په خبره؛ بریدونه د لښکر طیبه، داعش او حقاني شبکې په همغږۍ کېږي، خو د غبرګون او عامه ذهنیت غولولو لپاره یې مسوولیت داعش مني.

ویل کیږي، چې د دغو کسانو نیولو امنیتي ارګانونو ته د ننګرهار په اچین او د جوزجان په درزآب ولسوالیو کې د داعشیانو د نیولو کار آسانه کړی دی.

د برید پړه هغه مهال داعش په غاړه اخیستې وه او د کورنیو چارو وزارت د ویاند نجیب دانش د څرګندونو له مخې؛ په جومات کې دننه دوه بریدګرو پر لمونځ کوونکیو  ډزې کړې وې. 

Trending

Exit mobile version