تازه خبرونه
په لغمان کې د یوه توغندي پر لګیدو شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په لغمان ولایت کې د یوه توغندي پر لګیدو شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وايي، نن سهار نهه نیمې بجې د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د قرغیو د سرکونډو بابا په سیمه کې یو توغندی، چې له تور غره توغول شوی و؛ یوه هوتل ته نیږدې لګیدلی دی.
هغه زیاتوي؛ په دغه برید کې شپږ ملکي وګړي، چې دوه یې د کابل، دوه د ننګرهار او دوه نور د همدې سیمې اوسیدونکي وه ټپیان شوي دي.
ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، چې د دوه کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.